Dä mine pä mazhap

Dä mine pä mazhap
Dä mine pä mazhap 2

د ميـنې په مذهـب دى همسفر يې کړم که نه؟
يو ښکلې رانه مخکې دى رهبر يې کړم که نه؟
څلور واړه رکعته رانه دوه سترګو کړل سهوه
چې دا مونځ بيرته مات کړمه د سر يي کړم کنه؟
ګناء ده که بيخي کافره کــېږم خو پـرې نه؟
ملا څوک رانه خوله غواړي چې ور يې کړم که نه؟
يو راز راته جانان په محذبه خوله ويلئ
خو ډير مې په زړه بوج دى رابهر يي کړم کنه؟
نور څوک زما مغرور حسن ته پورته راکتې شي
خو يو درويش روښان دى مرور يي کړم که نه ؟