Stā pä ugdo ugdo ستا پهٔ اوړدؤ اوړدؤ

Sta pa ugdo nummern

ستا په اوږدو اوږدو وعدو چې اميدونه تړم
د ګل په پاڼو به د شونډو پرهرونه تړم

د لوپټې پيڅکى يې ونيو په غاښ ويل يې
ګلشن ته ځو خو په کمڅو به دې لاسونه تړم

زما کتاب کې د نپرت هډو نامه نشته دى
زه همېشه په محبت د خلکو زړونه تړم

وعده چې وکړې لېونۍ نو بيا يې مه ماتوه
زه ستا په سر دخپل رقيب سره شرطونه تړم