مړه به شې شمعې يوه شپه به ستا رڼا وي
خندا که په ژړا وي دا ژوند به دې تېريږي
ولې ته ټوله شپه ژړېږې فائده دې نشته ژړېدو کې
څه هم سوزېږم ستا په شانتې د خپل ښايست په سرو لمبو کې
دا ستا په سر زما په زړه کې اور بلېږي
تيارې چې ولګي ماښام شي زه محفلونو کې بلېږم
زما هم ژوند د يوې شپې دې سحر سبا چې شي مړه کېږم
اوښکې مې ستا په شان د سترګو نه بهېږي
زما د حسن عاشقان دي که ستا د مینې پتنګان دي
پرېږده چې سوځي په لمبو کې دا ټول زمونږه دشمنان دی
ځواني چې تېره شي دا يو نه پاتېږي
Mṛa ba shi shame yawa shpa ba stā raṇā wi
* Xandā kä pä zhaṛā wi dā zhwand ba de teregi
Wale tä ṭola shpa zharege – Fayda de nishta zhaṛedo ke
Tsä hum sozegum stā pä shānte – dä xpäl xayest pä sro lambo ke
2x Dā stā pä sar zämā pä zṛä ke or balegi
Tyāre che olagi māxām shi – zä mepiluno ke balegum
Zämā hum zhwand dä yawe shpe dey – sahar sabā che shi mṛa kegum
2x Oxke me stā pä shān stärgo na bahegi
Zämā dä husän āshiqān dey – kä stā dä mine patangān dey
Pregda che sodzi pä lambo ke – dā ṭol zämunga duxmanān dey
2x Dzwāni che tera shi dā yau na pātägegi