دا ستا د لاسه به زه خود صنمه مرمه
دلداره ياره مرمه بې نيازه ياره
وطن د يار په سترګو خوند کړي
چې يار يې نه يی څه يې وطن څه بې وطنه
وطن مې ستا د لاسه پرېښود
په ناکامئ لکه مارغه ترې والوتمه
وطن به ټول په وينو سور کړم
که د زخمي زړګي نه پورته کړم لاسونه