Dä âsmân pä shna läman ke د آسمان په شنا لمن كې

Dä asman

د اسمان په شنه لمن کې د بهار وریځې نڅا کړي

خوشالي کړي اتڼونه چې خندا ورته برېښنا کړي

 

شينکي نوي ټوکېدلي لکه خط د نو خطانو

مخ د زمکې به له مخې نن سبا تشنګې وا کړي

 

ډ ګلونو سړې غنچې به ارمغان وي د يارانو

او باران د لمر او ګل به مېنې ډېرې را پخلا کړي

 

د قدرت په نندارتون به رنګ په رنګ ته نندارې وي

او حافظ به په خپل خيال کې تماشې ده تماشا کړي

 

مقصود يوسفزی