Begunâ me zaurawi بېگناه مې زوروی

Begunah me zaurawi

سړې شونډې هسکه غاړه د لیلا مې زوروي
بې ګناه مې زوروي په خندا مې زوروي

په يو نزرد سترګو يې زړګی يوړلو زما نه
شعور او عقل لاړ را نه چې شوله را روانه
په ډېرو مکېزو ناز و ادا مې زوروي

چې راغله په مسکا شوه زلفې يې کړې خورې ورې
ګلونه يې جوړ په مخ شو زړه مې شو زړې زړې
قسم دی چې د حسن په ښکلا مې زوروي

کږه وږه د خياله ودرېدله لکه لخته
رحيمه ژاړم ځکه چې په زړه ده ډېره سخته
هيڅ رحم په ما ته کړي محبوبه کې زوروي