چې ښه خؤشې سارا وې
زه ستا وې ته زما وې
زمونږ خپله دنيا وې
چې وې د اوبو غاړه
سپوږمی په سر ولاړه
پراته ېو ورته دواړه
نری نری هوا وې
يو غار زمونږه کور وی
سرګړې پکې خور وی
رباب وې ټنګ ټکور وې
دوه زړونه يو درزا وې
تسکينه! مانېر واله
خپل کټ پوزې دې واله
يار نه راځي ستا خوا له
رقيب نه وې خندا وې