لونګ لونګ لونګ در پسې شمه او که نه شم
رنګ رنګ په نوي رنګ در پسې شمه او که نه شم
خېرات خېرات خېرات نظر کوی راته که نه
ملنګ ملنګ ملنګ در پسې شمه او که نه شم
چراغ چراغ چراغ دې ځان کړو بل زما په ذات کې
پتنګ پتنګ پتنګ در پسې شمه او که نه شم
ممتاز نه چې ته اوسې لرې لرې لرې لرې
غورځنګ غورځنګ غورځنګ در پسې شمه او که نه شم