Shirin Umär Che Teregi


shireen-omar

شيرين عمرچه تيرېږی دريغه دريغه
د اوبو په شان بهيږی دريغه دريغه
ولي ژبه خبر نه ده له رفتنه
چه دا هسي شی چليږی دريغه دريغه
دا ياران لکه ګلونه د بهار دي
د خزان په باد رژيږی دريغه دريغه
ولي هسي شوی بے غمه ځما دله
عمر باد غوندي تيريږی دريغه دريغه
احمد شاه بابا