په رڼا باندې مین یم
خو تیارو نه ویریږم
زه پښیمان په ګناه نه یم
خو پرې نه غاوره کیږم
پرون تخم ووم نن ګل یم
صبا بیا به خاوره کیږم
زه د باد یوه څپه یم
په سحرا په باغ تیریږم
کله باد کله باران شم
کله اور کې وسوزیږم
خو زه ځم په موخه ځمه
که ودریږم که ورکیږم
چې د رنګ په جهان ورشم
یو رنګین د ګوډۍ ټال شم
رنګارنګ رنګین جمال کښې
سپینه شمع شم ګډیږم
چې د مستو په محفل کښې
په ساقي او په جام ورشم
لیونی شانتي خمار شم
په خبونو کې خوریږم
چې جهان تیاره تیاره شي
اور شي تندر شي عذاب شي
زه پښتون د پښتو غر شم
نه ویریږم نه نړیږم
چې د علم په جهان کښې
د اوښیارو خوا کې کینم
هم هغوی پورې خندا کړم
هم په ځان پورې خندیږم
په فکرونو لیونۍ شوم
په لټون لټون شوم ستړی
خو آخر دغې له راغلم
نپوهیږم نپوهیږم
خو زه ځمه ځمه ځمه
تل روان یمه په مخ
یو مقام ته ور روان یم
یو مقام ته به رسیږم
چې په لاره کې څه راغلل
که تیاره وي که رڼا
زه رڼا کې یم خوشحاله
خو تیارونه نه ویریږم