Lewanäy mine لېونۍ مینې

Lewanäy mine

لېونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره

پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

اوس راته غرونه ګړنګونه

ښکاري د مينې مهالونه

د غره په سر کيږډۍ وهمه د جانانه سره

پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

د چا د شوخ نظر لپاره

په غرونو ګرځم ناکراره

ماته دې غوره ببر سر څيری ګرېوانه سره

پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

سېلابه زړه راته ژړيږي

وړې سلګۍ مې نه ودريږي

اخر به لاړ شم له دنیا نه د ارمانه سره

پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو