چې مې مينه خداى په تا باندې پيدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضاکړه
اوس دا ستا رضا جفا کړې که وفا کړې
ما داستا جفا قبوله په وفا کړه
گل په لعلو په گوهر که څوک پيري
بې له تا چې ما خندا کړه تا ژړا کړه
دوه يارا ن په دارنګ نه دي چا ليدلي
چې يوه ورته ښکنځل کړه بل دعاکړه
ما ودرست جهان ته شا وتاته مخ کړ
تا ودرست جهان ته مخ و ماته شاکړه
ډير هند کي په جهان ګرځي دچا ياد دي
عشق عالي پايه دهير او درانجا کړه
چې په دايې تر همه و نام بلند شو
چې قبوله عندليب د ګل جفا کړه
نا اشنا د بيلتانه له غمه څه زده
خداى دغه خواري په برخه د اشنا کړه
عاشقان ديار تر سپيو هم ځاريږي
گڼه ما درقيبانو څه پرواکړه
زه رحمن چې ستا دحسن ثناخوان يم
ستا له رويه درست جهان زما ثنا کړه