چې مستی وی اؤ ځوانی وی اؤ جانان وی اؤ ډک جام
ډېر ګلونه، لږ یاران وی ،يو غمګین غوندې ماښام
عشق څه اور وی اؤ څه نور وی زړه لمبی لکه تنور وی
په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام
د مستۍ د سیند په غاړه، ثوابې روژې به نیسم
اسویلی به کوم یادوم به د ساقی نیمګړی جام
تل سپوږمۍ د څوارلسمې، تل جانان د شپاړسمې
تل ځوانی، سیند د شرابو، دا دوزخ دی که انعام